د هرات د نفتو او ګازو رياست مسوولين وايي چې دې رياست د کورنيو چارو وزارت په لوېديځ زون کې د نفتي موادو د تدارک لپاره داوطلبۍ ترلاسه کړې او د څلورو ولايتونو د والي، قوماندانۍ او د کنډکونو د اړتيا وړ تېل او ګاز يې برابر کړي دي.
د هرات د نفتو او ګازو شرکت د هېواد په لوېدیځ کې دولتي ادارو ته د نفتي موادو عرضه کوونکی شو
15 حوت 1402 ساعت 9:42
د هرات د نفتو او ګازو رياست مسوولين وايي چې دې رياست د کورنيو چارو وزارت په لوېديځ زون کې د نفتي موادو د تدارک لپاره داوطلبۍ ترلاسه کړې او د څلورو ولايتونو د والي، قوماندانۍ او د کنډکونو د اړتيا وړ تېل او ګاز يې برابر کړي دي.
آوا - هرات: د هرات د نفتو او مایع ګاز دولتي شرکت رییس سید حفیظ الله عاصم وايي، دغه ریاست د قرارداد تر څنګ په تیرو څو میاشتو کې توانیدلی چې د ۳۰ څخه زیاتو دولتي دفترونو ته د اړتیا وړ ګاز او تیل چمتو کړي او په راتلونکي کال کې پلان لري چې ټولو دولتي ادارو ته ګاز او تیل ورکړي.
د هرات د نفتي موادو او مایع ګازو د دولتي شرکت رئیس همداراز زیاته کړه: تېره اوونۍ په هرات کې د سړې څپې او باران و، د ګمرکونو او نورم سټنډرډ ادارې د دې ادارې په همکارۍ د ګمرک چارې ګړندۍ کړې چې په پایله کې یې په دې ورځو کې د تیلو بیې ثابتې شوې
ښاغلي عاصم همدا راز زیاته کړه: په راتلونکي کال کې دوی پلان لري چې د هرات او ګاونډیو ولایتونو د تیلو او ګازو ټولې اړتیاوې له ریاستونو څخه راټولې کړي او د هغوی د ګازو او نفتو اړتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې د هوا په سړېدو سره د تېلو او مايع ګازو بيې ډېرې لوړې شوې او بې وزله خلک نه شي کولاى، چې دغه تېل پېرود او وکاروي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د مطلب کود: 286920