کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي

13 حوت 1402 ساعت 14:55

په کونړ ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوه کور د چت د پرېوتو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د څلورو غړو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د کونړ ولایت د مرکز اسد آباد په سیمه کې د پرله پسې واورې وریدو له امله د دغه کور چت نړیدلی دی.
 
د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره وکتل او د زرمت ولسوالۍ مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې د زيانمنو شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت چارواکو اعلان وکړ چې په تیرو دولسو ورځو کې په هیواد کې د سختې واورې او سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 286843

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286843/په-کونړ-ولایت-کې-د-یوه-کور-چت-لوېدو-له-امله-یوې-کورنۍ-څلور-غړي-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com