آوا - کابل: د اسلامی امارت له طبیعی پیښو سره د مبارزې وزارت ویاند جانان صیاد د یوه ویډیوی پیغام په خپرولو سره دغه معلومات ورکړي ده.
هغه زياته کړه، چې په تېرو دوو ورځو کې په بېلابېلو ولايتونو کې د سختو واورو او بارانونو له امله څلور تنه مړه او نهه نور ټپيان شوي دي.
صیاد وويل چې په تېرو څو ورځو کې ٤٥٢ کورونه ويجاړ شوي او تر ٥٢٥٣ ډېر څاروي له منځه تللي دي.
د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت ویاند ویلي چې په کندهار ولایت کې ۲۳۸ کورونه او په پروان ولایت کې شاوخوا ۷۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، بدخشان، هلمند، غور، لغمان، اروزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست او سمنګان ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتي دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د سالنګ لویه لار او د دایکندي، جوزجان، سرپل، بامیان او فراه ولایتونو د نهو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
هغه ټینګار وکړ چې یو شمېر دغه سړکونه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد زياتره ولايتونه د سختو واورو او بارانونو شاهد وو.