کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فارياب کې په دوو ترافيکي پيښو کې ٢٣ تنه مړه او ټپيان شول

9 حوت 1402 ساعت 15:07

په فارياب کې سيمه ييزو سرچينو خبر ورکړى، چې په دې ولايت کې په دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.


آوا: د فاریاب د ترافیکو مدیر احمد فهیم کوهي وايي، په لومړۍ پېښه کې د دولت اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو استانې موټر له سړک څخه اوښتی چې له امله یې یو تن وژل شوی دی. دوه تنه او ١٨ تنه ټپيان شول چې پنځه يې د ميمنې روغتون او پاتې نور يې اندخوى ته وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د اندخوی روغتون سرطبیب سنجر عمر وايي چې له دې پېښې د یوې ښځې او یوې نجلۍ جسد او ۱۲ ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د فارياب سيمه ييزو خبريالانو د يوې سرچينې په حواله خبر ورکړى، چې د فلانکوچ نيول شوي کسان د ميمنې ښار د تندرک او تکلي خانې لارې اوسېدونکي وو او د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره مزارشريف ته روان وو.

د فارياب د پيښو مدير دغه راز زياته کړه چې په يوه بله پيښه کې يو سراچه ډوله موټر له اندخوى ولسوالۍ څخه د جوزجان ولايت په لور روان و چې له سړک څخه په تيريدو او د خاتم قير په سيمه کې چپه شو چې له امله يې يوه ښځه ووژل شوه او دوه تنه ټپيان شول.

ويل کيږي چې په دغه موټر کې سپاره کسان له اندخوى څخه شبرغان ته د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو.

د فارياب سيمه ييزو چارواکو د يادې پېښې لامل بې احتياطي بللې ده.


د مطلب کود: 286644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286644/په-فارياب-کې-دوو-ترافيکي-پيښو-٢٣-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com