د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د سره صليب د نړيوالې کمېټې له مشر سره په کتنه کې وويل چې افغانانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د دولت د اړوندو بنسټونو مسووليت دى او ويې ويل: اسلامي امارت هڅه کوي، چې څوک بې ګناه او د قوم او ژبې پر بنسټ زنداني نه کړي او د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې بندیان له خپلو حقونو برخمن شي.
آوا - کابل: د ارګ نن چهارشنبه د حوت په ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د رئیس الوزرا د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د د افغانستان لپاره د صلیب مشرې کترینا ریتز سره وکتل.
په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستیال په تيرو دوو لسيزو کې د سره صليب د نړيوالې کميټې د مرستو او په تيره بيا د روغتيا، ماين پاکولو او د بنديانو د درملنې په برخو کې د دغه سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
مولوي عبدالکبير وويل، افغانستان د طبيعي پېښو لکه زلزلې او وچکالۍ او همدارنګه د مهاجرينو د راستنېدو د پايلو له امله زياتو مرستو ته اړتيا لري.
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د دې په بیانولو سره چې افغانانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول د افغانستان د اسلامي امارت د اړوندو ادارو مسوولیت دی، وویل: له اسلامي امارت سره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مرسته په مختلفو برخو کې اړین دي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل: د اسلامي امارت ځواکونه هڅه کوي چې څوک بې ګناه او د قوم او ژبې په اساس زنداني نه کړي او د اسلامي امارت تر سیوري لاندې بندیان له خپلو حقوقو برخمن کړي.
دغه راز د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشرې آغلې کترینا ریتز د اسلامي امارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کال کې د دغه سازمان د پلانونو او کاري لومړیتوبونو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وويل: "له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دې ادارې همکاري اوږدمهاله ده او زموږ زياتره فعاليتونه به د روغتيا، انرژۍ او اوبو او له زندانيانو سره د چلند په برخو کې متمرکز وي."
د افغانستان لپاره د سره صليب د نړيوالې کميټې مشر ډاډ ورکړ چې د دغه سازمان کميټه به له هغو بزګرانو او کورنيو سره د مرستې په ګډون په بيلابيلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي چې په جګړو کې يې سرپرست له لاسه ورکړي دي.
کترینا ریتز وویل چې په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه د معلولینو لپاره اووه خدماتي مرکزونه لري او هره میاشت له لسو زرو زیاتو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.