کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېر یوه کال کې له ایران څخه افغانستان ته د ۱۱۳۶ بندیانو لېږدول شوي دي

8 حوت 1402 ساعت 16:30

د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د انتقال د کمېټې مشر په تهران کې د افغانستان سفارت له مشر سره په کتنه کې وویل چې په تېر یوه کال کې ۱۱۳۶ افغان بندیان د خپلو بندونو د پوره کولو لپاره افغانستان ته لېږدول شوي دي.


آوا: د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر وايي، په تیر کال کې ۱۱۳۶ تنه افغان بندیان د خپلو بندونو د دوام لپاره د افغانستان زندانونو ته سپارل شوي دي.
 
د دغه ایراني چارواکي په وینا له ۲۰۱۳ کال راهیسې په ګډه پوله ۳۱۵۰ افغان بندیان افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.
 
د ایران د عدلیې وزارت د بندیانو د انتقال د کمیټې مشر وویل: زمونږ نیت د متقابل احترام په اساس د همکارۍ پراخول دي.
 
د رپوټونو له مخې د ایران د بشری حقوقو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان په تهران کښې د افغانستان د سفارت له مشر سره په کتنه کښې وویل: د بندیانو د انتقال، د مجرمینو د استرداد او له قضایی مرستو سره موافقه وشوه. 
 
د ایسنا د خبر له مخې، په تهران کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني هم د بندیانو د انتقال او دغه هېواد ته د افغان بندیانو د سپارلو د موافقې د عملي کولو په برخه کې د ایران د عدلیې وزارت د همکاریو قدرداني وکړه.
 
هغه د دواړو هېوادونو د مذهبي، تاریخي او فرهنګي مشترکاتو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د حقوقي او قضايي همکاریو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه.
 
په دغه کتنه کښې په تهران کښې د اسلامي امارت د سفارت مشر او د ایران د بشري حقوقو او نړیوالو چارو مرستیال وزیر د افغان مهاجرینو د مسئلې، په ایران کښې د افغانانو د حقوقي او قضايي ستونزو په شمول په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې وکړې. 


د مطلب کود: 286600

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286600/په-تېر-یوه-کال-کې-له-ایران-څخه-افغانستان-ته-د-۱۱۳۶-بندیانو-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com