د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مربوطاتو کې د غره ښویېدو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
په دايکنډي کې د غره د ښويېدو له امله يو تن مړ شو
8 حوت 1402 ساعت 15:31
د دایکندي ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مربوطاتو کې د غره ښویېدو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند جانان صیاد د پېښې د پخلي پرمهال رسنیو ته ویلي، چې د غزني، بامیان، دایکندي او سرپل ولایتونو د ۲۰ ولسوالیو لارې له مرکز سره د واورې ورښت له امله تړل شوي دي.
تر دې مخکې د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې هم د یوې غره د ښویېدو له امله ۲۵ تنه مړه او اته نور ټپیان شوي وو.
په ورته وخت کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورو د ورېدو احتمال اعلان کړی دی.
دا مهال د هېواد يو شمېر ولايتونه د سختو واورو د ورېدو شاهد دي.
د مطلب کود: 286593