د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ۱۶۸۲۶۰ جریبه دولتي ځمکې د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.
په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۶۸ زره جریبه دولتي ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه شوې ده
8 حوت 1402 ساعت 15:28
د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ۱۶۸۲۶۰ جریبه دولتي ځمکې د بېرته نیولو خبر ورکړی دی.
آوا - کابل: د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې، د دغو غصب شویو ځمکو ډېره برخه په ننګرهار، سرپل او کندهار ولایتونو کې ده.
بايد يادونه وشي چې دجمهوريت پر مهال زياتره دولتي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوې وې او جمهوري دولت له زورواکو سره د معاملو توان نه درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره یو کمیسیون جوړ شو.
د مطلب کود: 286592