کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د واورې ورښت له امله د سالنګ، بامیان او دایکندي لویې لارې تړل شوې دي

8 حوت 1402 ساعت 10:55

د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی، چې د سالنګ لویه لار او د بامیان او دایکندي ولایتونو ډېرې ترانسپورتي لارې د واورې او توپان له امله تړل شوې دي.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار د سختو واورو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
 
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، دغه لار له تېرې شپې راهیسې تړل شوې او په ځینو ځایونو کې د واورې اورښت تر یو متر زیات شوی دی.
 
حق شناس له هېوادوالو وغوښتل چې تر بل خبرتیا پورې دې پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.
 
ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د سختې واورې او توپان له امله د دایکندي او بامیان ولایتونو زیاتره لارې بندې شوې دي.
 
ويل کېږي، چې له تېرې شپې راهيسې د دايکنډي ولايت د خدير، اشترلي او کټي ولسواليو لارې د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
 
د دايکنډي د والي وياند غضنفر کاظمي وايي، د کوتل قوناق لاره چې دايکنډي له باميانو او کابل سره نښلوي، هم تړل شوې ده.
 
تر دې مخکې د هرات سیمه ییزو چارواکو د هرات - تورغونډۍ لار د تړلو اعلان کړی و.
 
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، له نن سهار راهیسې د دې لارې د پاکولو هڅې روانې دي.


د مطلب کود: 286552

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286552/د-واورې-ورښت-له-امله-سالنګ-بامیان-او-دایکندي-لویې-لارې-تړل-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com