آوا - مزار شریف: د جوزجان ولایت د استیناف محکمې رییس مفتی عبدالغنی سعید په دغه ولایت کې د یوه تن د اعدام حکم اعلان کړ او ویې ویل؛ دغه سړى د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار اوسيدونکى و، چې د خال محمد په نوم د يوه کس د وژنې له امله د هغه سزا د شبرغان ښار په ورزشي لوبغالي کې د زرګونو هېوادوالو په شتون کې صادر او اعدام شوه.
هغه زیاته کړه: دا سزا نن دوشنبه (د حوت ۷مه) د سهار په ۱۱ بجو او ۳۵ دقیقو اجرا شوه او دغه سزا د درې ګونو محکمو د حکم او د اسلامي امارت د رهبرۍ په منظورۍ سره اجرا شوه.
مفتي سعید ویلي، قاتل دوه کاله وړاندې دا جنایت کړی و او مقتول یې په چاقو وژلی و.
په همدې حال کې د جوزجان والي قاري ګل حيدر شفق وويل: د مجاهدينو او افغان ولس شل کلنې هڅې د اسلامي پوځ د رامنځته کولو لپاره روانې دي، نو له همدې امله د الهي فرمانونو او شريعت په رڼا کې عملي کول ضروري دي.
د يادونې وړ ده، چې د اعدام سزا د شبرغان ښار په ورزشي لوبغالي کې د مسوولينو او د ټولنې د بېلابېلو اقشارو په شتون کې په ډزو سره ترسره شوه.