کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ام البلاد لوبډله د افغانستان د والیبال غوره لیګ د دریم فصل اتله شوه

5 حوت 1402 ساعت 12:06

د شمال زون د والیبال لوبډلې ام البلاد او د افغانستان د مرکزي زون د استازې بست لوبډلې له یو بل سره لوبې وکړې.


آوا: د افغانستان د والیبال د ملی فدراسیون د راپور له مخې، د جمعې په ورځ ( د حوت ۴ مه) د والیبال لوبډلې د شمال په استازیتوب "ام بلاد" او د "بست" لوبډلې په استازیتوب لوبه وکړه. د افغانستان د مرکزي زون لوبډلې د بدني روزنې د امریت په تالار کې له یو بل سره مخامخ شول او ام بلاد لوبډلې ۳-۰ وګټله او اتلولي یې خپله کړه.

په دې لوبه کې ام البلاد لوبډلې لومړۍ دوه سیټونه د ۲۵:۲۰ په مساوي پایلې سره وګټل او په دریمه سیټ کې یې په ۲۵:۱۶ سره خپل حریف ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

ام البلاد لوبډله په تېرو دوو فصلونو کې د اتلولۍ مقام ته رسېدلې وه او دا د دې لوبډلې درېیم اتلولي ده.

د افغانستان د والیبال غوره لیګ دریم فصل د ډسمبر په ۲۶ د افغانستان له بېلابېلو زونونو څخه د اتو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شو او دا سیالۍ د جمعې په ورځ پای ته ورسېدې.


د مطلب کود: 286380

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286380/د-ام-البلاد-لوبډله-افغانستان-والیبال-غوره-لیګ-دریم-فصل-اتله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com