کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان ولايت د شپږو ولسواليو لارې دترافيکو پرمخ پرانستل شوې

4 حوت 1402 ساعت 13:02

د بدخشان ولایت چارواکي وايي، له پنځو ورځو وروسته د دغه ولایت له ۱۲ ولسوالیو څخه د ۶ ولسوالیو لارې چې د واورې د ورښت له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي.


آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ چارواکو د دغې ولسوالۍ د درنو واورو د ورښت له امله د تړل شویو لارو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی، چې د دغې ولسوالۍ دروازې پای ته رسیدلې او د څلویښتو ساعتونو په هڅو سره د دغه ولایت د شغنان ولسوالۍ د لارې د خلاصیدو خبر ورکوي.
 
دوی زیاته کړه، چې دغه لارې له پنځو ورځو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې، ځايي خلکو او د "اکا" دفتر له لوري بېرته پرانیستل شوې او د شغنان او دروزګان ولسوالیو د لارو د ترافیکو ستونزه هواره شوې ده.
 
د شغنان ولسوالۍ چارواکي وايي، د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوی، خو د بار وړونکو موټرو پر مخ لا هم لاره نه ده خلاصه شوې.
 
د يادونې وړ ده، چې د تېرې اونۍ د واورې ورېدو د بدخشان ولايت د ١٢ ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې وې او د دغه ولايت د سيمه ييزو ارګانونو مسوولين له پنځو ورځو وروسته د شپږو ولسواليو مواصلاتي لارې بېرته پرانېستلې.


د مطلب کود: 286343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286343/د-بدخشان-ولايت-شپږو-ولسواليو-لارې-دترافيکو-پرمخ-پرانستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com