د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې ۱۵۹۳ تنه افغان مهاجرین د دلوې په ۳۰مه د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د هرات د اسلام قلعه پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ایران څخه څه باندې ۱۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
1 حوت 1402 ساعت 15:56
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې ۱۵۹۳ تنه افغان مهاجرین د دلوې په ۳۰مه د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د هرات د اسلام قلعه پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه (د حوت ۱) په ایکس پاڼه کې د یوې خبر په خپرولو سره اعلان کړی.
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت وايي چې د اسلام قلعه سرحدي قوماندان د معلوماتو له مخې، ٣٧٦ تنه د کورني په ګډون د مهاجرت دنړيوال سازمان دفتر ته معرفي شوي او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړي دي.
دغه وزارت زیاته کړه، ۳۵ بی سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ انسټیټیوټ ته ور وپېژندل شول، ۳۰ کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۷۰ تنو ته په وړیا ډول سیم کارتونه ووېشل شول.
د يادونې وړ ده، چې له ايران څخه هېواد ته د افغان کډوالو د ويستلو لړۍ دوام لري او هره ورځ سلګونه کسان په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستنېږي.
د مطلب کود: 286194