کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان ولايت کې د ښوونځيو ترمنځ د فوټبال ژمنۍ سيالۍ پيل شوې

30 دلو 1402 ساعت 11:21

د فوټبال ژمنۍ سيالۍ د جوزجان ولايت د پوهنې رياست له خوا د دې ولايت د زده کوونکو ترمنځ د ١٣ ټيمونو په شتون سره پيل شوې.


آوا - مزارشریف: د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایی؛ د فوټبال ژمنۍ سیالۍ د ۱۳ لوبډلو او ۱۹۵ زده کوونکو په شتون سره د جوزجان ولایت په مرکز کې د ښوونځیو ترمنځ پیل شوې.
 
دوی زیاته کړه، د فکري ودې د دې سیالیو له پیلولو څخه یې موخه د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د ورزشي استعدادونو پېژندنه ده او په دې برخه کې د جوزجان ولایت د بېلابېلو ښوونځیو په استازیتوب د فوټبال ۱۳ لوبډلو ګډون کړی دی.
 
د چارواكو په وينا، په دې سياليو كې به څلور لوبډلې سهار او ماسپښين له يو بل سره مخامخېږي.
 
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د پوهنې وزارت د زده کوونکو ښوونيز او روزنيز بهير ته جدي پاملرنه کوي او د هغوى ورزش او روغتيا ته هم پاملرنه کوي.
 
په ورته وخت کې د جوزجان ولايت د فوټبال فدراسيون مسوولين د دغه ولايت په ښوونځيو کې د فوټبال د ژمنيو سياليو د پيلېدو هرکلى کوي او وايي: دغه ډول سيالۍ د ځوانانو د استعدادونو په وده کې ډېرې اغېزمنې دي او د زده کوونکو اړتيا ده.
 
د يادونې وړ ده، چې په جوزجان ولايت کې په تېرو شپږو کلونو کې په بېلابېلو څانګو کې شاوخوا سل ورزشي لوبډلې جوړې شوې دي.


د مطلب کود: 286083

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286083/په-جوزجان-ولايت-کې-د-ښوونځيو-ترمنځ-فوټبال-ژمنۍ-سيالۍ-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com