کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ملي لوبډلې د ایران د کراټې د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

28 دلو 1402 ساعت 11:59

د افغانستان د کراټې فدراسیون ملي غړي عبدالهادي شیرزاد د ایران د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.


آوا - کابل: د کراټې فدراسیون چارواکي وايي چې ښاغلي شېرزاد د هېواد په استازیتوب په ایران کې د مېشتو کډوالو په برخه کې ګډون وکړ او د "کیوکوشین ساکاموتو" په سیالیو کې یې خپلو ایراني او عراقي مخالفینو ته ماتې ورکړه. سټایل په منفي ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د دوهم مقام د ګټلو سربیره د ټورنمنټ د سپینو زرو مډال هم وګاټه.
 
د کیوکوشین ساکاموتو سټایل نړیوال کراټې سیالۍ شپږم پړاو د څه باندې شپږو هیوادونو ترمنځ ترسره شو او کوربه یې تهران و.


د مطلب کود: 285979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285979/د-افغانستان-ملي-لوبډلې-ایران-کراټې-نړیوالو-سیالیو-په-شپږم-پړاو-کې-سپینو-زرو-مډال-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com