کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

26 دلو 1402 ساعت 16:41

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د دغه سازمان همکاران په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لري.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وایی چې د دغه سازمان همکاران تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو لپاره ۳۶۷ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا لری.

نن (پنجشنبه ، دلوی ۲۶) اوچا په اکس کې لیکلي چې دا اندازه تمویل روغتیایی خدماتو ته د لاسرسي ښه کولو ، د ناروغیو خپریدو ته د چمتووالي او ځواب ورکولو پیاوړتیا ، د رواني ملاتړ خدماتو چمتو کولو او د خوارځواکۍ اداره کولو لپاره اړین دي.

په همدې حال کې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره روغتیايي مرستې خورا کمې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې هېوادوالو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول تر ډېره د ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه موسسو په مرستو پورې تړلي دي.


د مطلب کود: 285934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285934/اوچا-په-افغانستان-کې-د-روغتیايي-خدمتونو-وړاندې-کولو-لپاره-۳۶۷-میلیونه-ډالرو-ته-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com