د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي د روغتیا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د شته اسانتیاوو په برخه کې به له عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ملګري ملتونه: موږ د افغانستان له روغتیايي سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوو
25 دلو 1402 ساعت 14:20
د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي د روغتیا په برخه کې د دغه بنسټ د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د شته اسانتیاوو په برخه کې به له عامې روغتیا وزارت سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د لیندۍ په ۲۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي ډاکټر قلندر عباد سره وکتل.
په دې ناسته کې د روغتیايي مرکزونو د معیاري کولو، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو په پیاوړتیا، د تخنیکي ټیم په ملاتړ د روغتیايي همغږۍ او یو شمېر نورو مسایلو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار وشو.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي په روغتيايي برخه کې د دغه بنسټ د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د شته اسانتياوو په برخه کې به له عامې روغتيا وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د مطلب کود: 285864