افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د «داعش» د پراخ حضور په اړه د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې او د دې ډلې د عسکرو د ګمارلو هوډ یې د دغه سازمان مبالغه بللې ده.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې داعش په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوی او د استخدام توان نه لري.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ادعا کړې، چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان ولایت څانګې په افغانستان کې د سرتېرو د ګمارلو لپاره پراخه تګلاره غوره کړې او د دغې ډلې په لیکو کې د افغانانو ګمارل د پام وړ دي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د غړو د جذبولو توان لري او د دې ترڅنګ د انصارالله او جماعت الاحرار څو قومندانان هم د داعش له لیکو سره یوځای شوي دي.
په دغه راپور کې دا هم لیکل شوي چې داعش ډلې په خپلو عملیاتو کې په دې ډله کې ګمارل شوي افغانان کارولي دي.