د لومړي ځل لپاره له کابل څخه میدان وردګ ولایت ته د ملي بس له لارې د مسافرو د لېږدولو خدمت پیل شوی او د ملي بس اداره وايي چې اوس مهال په دغه لاره شپږ بسونه فعالیت کوي.
د لومړي ځل لپاره له کابل څخه میدان شهر ته د بسونو په واسطه د مسافرو د لېږد لړۍ پیل شوه
24 دلو 1402 ساعت 15:25
د لومړي ځل لپاره له کابل څخه میدان وردګ ولایت ته د ملي بس له لارې د مسافرو د لېږدولو خدمت پیل شوی او د ملي بس اداره وايي چې اوس مهال په دغه لاره شپږ بسونه فعالیت کوي.
آوا - کابل: د چارواکو په وینا، دغه اقدام ښاریانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه شوی او اوس مهال پر دې لاره شپږ بسونه فعالیت کوی.
د ملي ټلویزیون د خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت یو تن اوسیدونکی وايي، موږ ټول په دې خوښ یو، چې د مسافرو د انتقال په برخه کې د هېوادوالو د اسانتیا په موخه د ملي ادارې دغه اقدام او لاسته راوړنه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېره اداره کې د ملي بس ترانسپورتي شرکت فعالیت بند شوی و، خو په نږدې راتلونکي کې به د قر، جلریز او سیداباد په ولسوالیو کې هم د ملي بس فعالیت پراخ شي.
د مطلب کود: 285802