کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال په افغانستان کې ۱۹ میلیونه کسانو مرستې ترلاسه کړې

24 دلو 1402 ساعت 15:17

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه ټنه خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (سه شنبه د دلوي ۲۴ مه) په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه مرستې تیر کال په ټول افغانستان کې ویشل شوې وې.
 
د سازمان په وینا، د خوراکي توکو او نغدو پیسو ویش د محلي اقتصاد په پیاوړتیا، د خوارځواکۍ مخنیوي او زده کونکو سره د ښه زده کړې سره مرسته کړې.
 
په همدې حال کې مرستندویه ادارې تل په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.


د مطلب کود: 285797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285797/تېر-کال-په-افغانستان-کې-۱۹-میلیونه-کسانو-مرستې-ترلاسه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com