د خوست سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یوه بند د کیندلو پر مهال د یوه ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی، چې په کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ جسدونه ښخ شوي دي.
په خوست ولايت کې يو ډله ييز قبر کشف شوي
24 دلو 1402 ساعت 11:45
د خوست سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یوه بند د کیندلو پر مهال د یوه ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی، چې په کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ جسدونه ښخ شوي دي.
آوا - کابل: د خوست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې شیخ زاید پوهنتون ته څېرمه د اوبو د زېرمه کولو لپاره د یوه بند د کیندلو پر مهال یو ډله ییز قبر موندل شوی، چې د ښځو په ګډون په کې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه ښخ شوي دي. .
د چارواکو په وينا، د دغه ډله ييز قبر د شاليد په اړه يوې کمېټې خپلې څېړنې پيل کړې دي.
د مطلب کود: 285789