د عربي هېوادونو د خيريه بنسټونو يو شمېر استازو د نيمروز له والي سره په ليدنه کې ويلي، چې غواړي په دغه ولايت کې يو شمېر بنسټيزې پروژې پلې کړي.
په نیمروز کې د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د بهرنیو خیریه موسسو لېوالتیا
24 دلو 1402 ساعت 10:22
د عربي هېوادونو د خيريه بنسټونو يو شمېر استازو د نيمروز له والي سره په ليدنه کې ويلي، چې غواړي په دغه ولايت کې يو شمېر بنسټيزې پروژې پلې کړي.
آوا - کابل: د نیمروز ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت والي مولوي محمد قاسم خالد د عربي خیریه موسسو له یو شمېر استازو سره وکتل.
په دې غونډه کې د عربي خيريه بنسټونو استازو د شته امنيت ستاينه وکړه او ويې ويل چې غواړي په نيمروز ولايت کې يو شمېر بنسټيزې پروژې پلې کړي.
ښاغلي خالد په دې کتنه کې وویل، د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په هېواد کې د خیریه موسسو د فعالیت لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د نيمروز والي له هغوى څخه وغوښتل چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره له افغانانو سره په رښتينې توګه همکاري وکړي.
د مطلب کود: 285777