خبري سرچینو د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې په تړانګې په بمبارۍ کښې د «آلاء الهمص» په نوم د یوه فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
په غزه کې د خبریالانو د شهیدانو شمیر ۱۲۶ تنو ته لوړ شو
24 دلو 1402 ساعت 9:33
خبري سرچینو د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې په تړانګې په بمبارۍ کښې د «آلاء الهمص» په نوم د یوه فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
آوا: د دغه خبریال په شهادت سره په غزه کښې د رسنیو د شهیدانو شمیر ۱۲۶ تنو ته لوړ شو.
له بلې خوا خبری سرچینو د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس په ختیځ کښې په «عبسان الکبیره» سیمه کښې د فلسطین د مقاومت د جنګیالیو او صهیونیسټی رژیم ترمنځ د سختې نښتې خبر ورکړ.
د مطلب کود: 285770