کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۸ زره ۳۴۰ تنو ته ورسید

24 دلو 1402 ساعت 9:13

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزې د صهیونیسټانو د یرغل د شهیدانو شمیر ۲۸ زره ۳۴۰ تنو ته رسیدلی او په دغه موده کښې ۶۷ زره ۹۸۴ کسان ژوبل شوي دي.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې صهیونیسټی غاصب رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ قتلونه او جنایتونه کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۶۴ تنه شهیدان او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوی دی.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنې اعلان وکړ چې په غزه کې هیڅ خوندي ځای نشته او د جبري بې ځایه کیدو عملیاتو خلک رفح (جنوبي غزې تړانګې) ته اړولي دي، دوی اوس په دې ځای کې محاصره شوي او بله چاره نه لري.

د سازمان په وینا، اړتیاوې سختې دي، وضعیت د غزې د خلکو لپاره پراخ بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه بنسټ ویلي دي: د امریکا په شمول له ټولو ملاتړو دولتونو (صهیونیسټ رژیم) څخه غوښتنه کوو چې د اوربند لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.


د مطلب کود: 285764

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285764/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۸-زره-۳۴۰-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com