د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، ډنډ غوري د اسلامي امارت د رهبري هیئت له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بغلان ولایت د نوې ولسوالۍ په توګه معرفي شو.
ډنډ غوري د بغلان ولایت په اداري تشکیلاتو کې د نوې ولسوالۍ په توګه ثبت شوه
23 دلو 1402 ساعت 15:34
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، ډنډ غوري د اسلامي امارت د رهبري هیئت له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بغلان ولایت د نوې ولسوالۍ په توګه معرفي شو.
آوا - کابل: د بغلان یو سیمه ایز چارواکی مولوی لعل جان رشید د دغې ولسوالۍ جوړیدل د دغې سیمې د اوسیدونکو یوه اړتیا وبلله او ویې ویل: د بغلان سیمه ایزه اداره د خلکو و خدمت ته ژمن ده.
د باختر آژانس د خبرله مخې: مولوي عبدالصمد جواد د ډنډ غوري د نوي ولسوال په توګه معرفي شو چې د ډنډ غوري ولسوالۍ په جوړيدو سره د بغلان اداري واحدونه پنځلسو واحدونو ته لوړ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ډنډغوري ولسوالۍ له اوياو ډېر کلي لري او تر دې وړاندې به يې خلک د اداري کارونو او د خپلو ستونزو د حل لپاره پلخمري ښار ته تلل.
د مطلب کود: 285744