کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت د ویاند مرستیال شو

23 دلو 1402 ساعت 12:01

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د رهبري هیات په لارښوونه ملا حمدالله فطرت د سرپرست حکومت د ویاند د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامی امارت ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد دغه موضوع په ایکس چینل کې د یوې مقالې په خپرولو سره اعلان کړه.
 
د یادونې وړ ده چې ملا حمدالله فطرت له دې وړاندې د اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.
 
بلال کریمي تر دې وړاندې د حکومت د ویاند د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله چې په چین کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه معرفي شو.


د مطلب کود: 285715

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285715/ملا-حمدالله-فطرت-د-اسلامي-امارت-ویاند-مرستیال-شو

آوا
  https://www.avapress.com