کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه د بخش آباد بند د غځولو تونل د جوړولو کار بشپړ شو

23 دلو 1402 ساعت 11:55

د فراه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي، چې د بخش اباد بند د انحلاطي تونل د جوړولو کار بشپړ شوى او د دويم فاز د جوړولو کار پيل شوى دى.


آوا - هرات: د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د بخش آباد بند د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سیند جوړیږي او د دغه بند د کانالونو د کیندلو چارې پیل شوې. 
 
بخش آباد بند د هېواد په سوېل لوېديځ کې د اوبو له مهمو بندونو څخه دى، چې شاوخوا لس کاله وړاندې د تېر حکومت پر مهال جوړ شوى و.
 
ویل کېږي چې دغه بند به د یو میلیارد متر مکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
 
اسلامي امارت وايي چې د بخش اباد بند په جوړولو به ۴۳۰ میلیونه ډالره لګښت راشي. داسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د دغه بند د جوړولو د لګښت یوه برخه به له خلکو راټولوي.


د مطلب کود: 285713

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285713/د-فراه-بخش-آباد-بند-غځولو-تونل-جوړولو-کار-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com