د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (واس) خبر ورکړی دی چې د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد په جلا جلا توګه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي ته مبارکي وویله.
د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد د ایران د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې په مناسبت مبارکي وویله
23 دلو 1402 ساعت 10:00
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (واس) خبر ورکړی دی چې د سعودي عربستان پاچا او ولیعهد په جلا جلا توګه د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د ۴۵مې کلیزې په مناسبت د دغه هیواد ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي ته مبارکي وویله.
آوا: پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان په دوو جلا پیغامونو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت د ایران ولسمشر ته مبارکی وویله.
د سعودي پاچا او ولیعهد په خپلو پیغامونو کې آیت الله رئیسي ته د دې ورځې د رارسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړه او د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او خلکو د لا پرمختګ او سوکالۍ هیله یې وکړه.
د ایرنا د خبر له مخې، د سعودی چارواکو سربیره د جاپان، جنوبی کوریا، سنګاپور، کروشیا، چین، ایتوپیا، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، آذربایجان، قطر، هند، پاکستان، قزاقستان او قرغزستان ولسمشرانو او چارواکو هم د ایران د اسلامي انقلاب د بري په مناسبت مبارکې ویلي دی.
د یادولو وړ ده چې د دلوې د میاشتې ۲۲ مه نیټه د امام خمیني(رح) په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه ده چې هر کال د ایران د خلکو لخوا نمانځل کیږي.
د مطلب کود: 285705