کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۲۰۲۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو زیاتوالی

22 دلو 1402 ساعت 11:26

د پاکستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د سوداګریزو مالونو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳.۶۳ سلنه ډېر شوي دي.


آوا: رسنیو د پاکستان د مرکزي بانک په حواله خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال له جولای څخه تر ډسمبر میاشتو پورې، پاکستان افغانستان ته د څه باندې ۲۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
 
په همدې حال کې د تېر کال په همدې موده کې د صادراتو ارزښت څه باندې ۲۵۱ میلیونه ډالره وو.
 
خو د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېرې میاشتې په پرتله ۴۶ سلنه کم شوي دي.
 
د نړیوال بانک د راپور له مخې چې تېره میاشت خپور شو، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د وارداتو ۱۹ سلنه له پاکستانه راغلې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې کېږي، د پاکستان له لوري د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرونه نیول شوي دي.


د مطلب کود: 285643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285643/د-۲۰۲۳-کال-په-وروستیو-شپږو-میاشتو-کې-افغانستان-ته-پاکستان-صادراتو-زیاتوالی

آوا
  https://www.avapress.com