کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان کرکټ بورډ:

په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اوو ولایتونو کې د کرکټ اکاډمۍ جوړې شي

21 دلو 1402 ساعت 14:12

د افغانستان کرکټ بورډ سږ کال د افغانستان په اوو ولایتونو کې د کرکټ اکاډمۍ د جوړولو اعلان وکړ.


آوا: د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات رسنیو ته وویل، په ۲۰۲۴ کال کې د کرکټ د زده کړې په موخه په لغمان، تخار، بدخشان او بلخ کې د کرکټ اکاډمۍ نوې ودانۍ جوړې شوې. هرات، میدان وردګ او پکتیکا به وي.
 
ښاغلي سادات زیاته کړه، چې تېر کال هم کرکټ بورډ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرکټ د اکاډمیو په بیارغونه کې ونډه درلوده.
 
تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ تېره اوونۍ د هلمند ولایت د کرکټ اکاډمۍ د بیارغونې اعلان وکړ.
 
دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرکټ لسګونه اکاډمۍ فعاليت کوي، چې ځينې يې د افغانستان کرکټ بورډ او نورې يې د کرکټ مينه والو له خوا جوړې شوې دي.


د مطلب کود: 285602

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285602/په-نږدې-راتلونکي-کې-د-افغانستان-اوو-ولایتونو-کرکټ-اکاډمۍ-جوړې-شي

آوا
  https://www.avapress.com