کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه افغان تکواندو لوبغاړو په متحده عربي اماراتو کې د فجیره په سیالیو کې مډالونه وګټل

17 دلو 1402 ساعت 10:37

د هېواد د تکواندو فدراسیون وايي، چې محسن رضايي او حکمت الله زین په متحده عربي اماراتو کې د فجیره د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د یو شمېر افغان لوبغاړو په منځ کې د برونزو مډالونه ګټلي دي.


آوا - کابل: د تکواندو فدراسیون وايي چې د هېواد دوو تکواندو لوبغاړو محسن رضايي او حکمت الله زین په متحده عربي اماراتو کې د فجیره د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې له ۴۵ هېوادونو څخه ۱۸۹۷ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تکواندو د دویم وزن استازي محسن رضايي له قزاقستان، متحده عربي اماراتو او فلسطین څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې، خو په نیمه پایلوبه کې یې له ایراني لوبغاړي مهدي حاج موسایي څخه ماتې وخوړه او د برونزو مډال یې وګاټه.

دغه راز د افغانستان د تکواندو د څلورم وزن استازى حکمت الله زين هم د قزاقستان، د تکواندو د نړيوال فدراسيون د مهاجرينو ټيم او د اردن څخه خپلو دريو سيالانو ته ماتې ورکړه. خو په نيمه پايلوبه کې يې د ازبکستان تکواندو لوبغاړي ته ماتې ورکړه او د برونزو د مډال مستحق شو.

د تکواندو فدراسیون په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې رامین امیني په لومړي وزن کې له قزاقستان او ازبکستان څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، خو خپل پاکستاني سیال ته یې ماتې ورکړه او ونه توانید چې مډال وګټي او پنځم مقام خپل کړ.

دغه راز د افغانستان د تکواندو د وزن په پنځمه برخه کې د افغانستان استازي امید سهاک له ایران او قرغزستان څخه خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، خو د ازبکستان د ورزشکار او د المپیک د سرو زرو مډال ګټونکي اولوغ بیک رشیدوف ته ماتې ورکړه.

د تکواندو فدراسیون د معلوماتو له مخې، علي اکبر امیري په لومړۍ سیالۍ کې خپل فرانسوي حریف ته ماتې ورکړه، خو په دویمه سیالۍ کې د نړیوال جام د دوو سرو زرو مډالونو اخیستونکي میلاد بیګي ته ماتې ورکړه او پنځم مقام یې خپل کړ. بیګي د اذربایجان جمهوریت د ملي ټیم یو ایرانی الاصله لوبغاړی دی.

د تکواندو فدراسیون زیاته کړې، چې افغان لوبډله د اسیا په المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه د مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه چین ته ولاړه.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، د متحده عربي اماراتو سیالۍ د تکواندو د ملي لوبغاړو د چمتووالي لپاره ډېرې مهمې وې.


د مطلب کود: 285460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285460/دوه-افغان-تکواندو-لوبغاړو-په-متحده-عربي-اماراتو-کې-د-فجیره-سیالیو-مډالونه-وګټل

آوا
  https://www.avapress.com