د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت مرستیال مولوي عثماني وايي، د حیوانی خوړو باکیفیته مواد چې د څارویو په تغذیه کې اغېزمن وي، باید پر مالدارانو ووېشل شي.
د کرنې وزارت مالدارانو ته د باکیفیته حیواني خړوړ پر وېش ټینګار کوي
15 دلو 1402 ساعت 15:45
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت مرستیال مولوي عثماني وايي، د حیوانی خوړو باکیفیته مواد چې د څارویو په تغذیه کې اغېزمن وي، باید پر مالدارانو ووېشل شي.
آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستین نن (یکشنبه د دلوي ۱۵ مه) د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه دغه ناسته په کرنې وزارت کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو د وېش غونډه جوړه شوه.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي هم حضور درلود.
هغه زیاته کړه، په دې ناسته کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي چراغ عثمان د لوړ کیفیت د څارویو د خوړو په برابرولو ټینګار وکړ چې د څارویو د سمې تغذیې په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.
نوموړي له حاضرو مسوولینو وغوښتل، چې د څارویو د خوراکي توکو کیفیت ته چې بزګرانو ته وېشل کېږي، نوې پاملرنه وکړي.
د کرنې وزارت مرستیال وویل، د څارویو خوراکي مواد باید تر پېرودلو مخکې په لابراتوارونو کې معاینه شي او بیا په بزګرانو وویشل شي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رئیس د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ستراتیژیک سلاکار نجیب الله امیرزي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د چارو د برابرولو لپاره د همغږۍ پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر بزګرانو او بزګرانو د څارويو د خوراکي توکو او کيمياوي سرې د وېش په موخه کار کوي.
د مطلب کود: 285372