کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا اداري مرستیال:

اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي

14 دلو 1402 ساعت 13:49

د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د ډاکټرانو او متخصصینو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې سرپرست حکومت د افغانستان خلکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د برئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ډاکټرانو او متخصصینو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د افغانستان خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

هغه زياته کړه، په دې برخه کې چارواکي هڅه کوي، چې د وړ ډاکټرانو د پېژندنې او استخدام ترڅنګ د روغتونونو لپاره د پرمختللو روغتيايي اسانتياوو برابرولو لپاره هڅې وکړي.

ډاکټرانو او متخصصینو هم په دې ناسته کې وویل، چې دا مهال د هېواد په هره څانګه کې کافي متخصص ډاکټران شتون لري.

دوی زیاته کړه، که پرمختللې طبي اسانتیاوې او وسایل ورته برابر شي، کولای شي په بېلابېلو څانګو کې د ناروغانو ستونزې هوارې کړي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو له بندېدو سره د دغه هېواد روغتيايي سيستم هم له ستونزو سره مخ شوى دى.


د مطلب کود: 285287

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285287/اسلامي-امارت-ژمن-دی-چې-د-افغانستان-خلکو-ته-روغتیايي-خدمات-وړاندې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com