د انرژۍ او اوبو وزارت له ښاریانو غوښتي چې واوره په خپلو کورونو او د ځمکې په جاذبه برخه کې راټوله کړي، څو څاګانې وچې نه شي او د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت:
د ځمکې لاندې اوبو پیاوړي کولو لپاره په خپلو کورونو کې واوره راټول کړئ
14 دلو 1402 ساعت 12:56
د انرژۍ او اوبو وزارت له ښاریانو غوښتي چې واوره په خپلو کورونو او د ځمکې په جاذبه برخه کې راټوله کړي، څو څاګانې وچې نه شي او د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي.
آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت نن شنبه (د دلوي ۱۴مه) په یوه پیغام کې له ښاریانو غوښتي چې په خپلو کورونو کې واوره راټوله کړي، څو څاګانې وچې نه شي او د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې شي.
دغه وزارت په یوه پیغام کې یادونه وکړه چې واوره په هیواد کې د ځمکې لاندې اوبو رسولو اصلي سرچینه ده.
په دې پیغام کې راغلي: "مهرباني وکړئ د بام او کور څخه واوره په کانکریټي سړکونو او کوڅو کې مه ذخیره کوئ. دا ټول د خپل کورونو د جذب برخه (د ځمکې د خاورې برخه) کې راټول کړئ ترڅو ستاسو د کورونو څاه له وچیدو څخه وژغورل شي او ستاسو د چاپیریال لاندې اوبه قوي کړي.
دا پیغام په داسې حال کې خپریږي چې کابل له تېرې شپې (جمعې) راهیسې د واورې د اورښت شاهد دی.
د مطلب کود: 285276