کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۲۰۲۳ کال کې شپږ میلیونه افغانانو نغدي مرستې ترلاسه کړي دي

14 دلو 1402 ساعت 12:04

د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به په افغانستان کې له شپږ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته نغدي مرستې وویشي.


آوا - کابل: نن شنبه (د دلوي ۱۴ مه) د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د آلمان، اسټرالیا او ناروې په ګډون د مرستندویه موسسو او هیوادونو له خوا نغدي مرسته شوې ده.

د WFP په وینا، نغدي مرستې د خلکو د پیرودلو ځواک او محلي اقتصاد پیاوړی کوي.

افغانستان دا مهال له بشري ناورین سره مخ دی او څه باندې ۲۳ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.


د مطلب کود: 285270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285270/په-۲۰۲۳-کال-کې-شپږ-میلیونه-افغانانو-نغدي-مرستې-ترلاسه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com