کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د وجهي صندوق او د سویس حکومت ترمنځ د معافیت تړون لاسلیک شو

14 دلو 1402 ساعت 10:53

په سویس کې د افغانستان وجهي صندوق او د دغه هېواد فدرالي شورا د «استحقاق او معافیت» تړون لاسلیک کړ.


آوا - کابل: دغه هوکړه لیک د پنجشنبې په ورځ (دلوي ۱۲) د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې یې د افغانستان د هغو شتمنیو د ساتنې ضمانت کوي چې دغه صندوق ته سپارل شوي دي.
 
د دې موافقتنامې پایله چې د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه پلي کیږي، د کوربه حکومت د قانون سره سم، د دې فنډ د خپلواکۍ او فعالیت تضمین او د هغې د شتمنیو د ساتنې امکان برابروي.
 
د دغه هوکړه لیک له مخې د افغانستان د وجهي صندوق اداري پلاوي تضمین کړی چې پیسې به یوازې هغه مهال د افغانستان مرکزي بانک ته انتقالیږي چې دغه بانک وکولای شي له سیاسي نفوذ څخه خپله خپلواکي وښيي.
 
د دې ترڅنګ د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د افغانستان مرکزي بانک باید ډاډ ورکړي چې د پیسو وینځلو او د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر نیولي دي.
 
د امتیازاتو او معافیتونو په اړه د دې هوکړه لیک پایله به په جینوا کې د افغانستان د وجهي صندوق موقف پیاوړی کړي او د بیلابیلو اړخونو ترمنځ به د بنسټیزو همکاریو لامل شي.
 
د افغانستان وجهي صندوق چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د سویس د قوانینو له مخې تاسیس شوی، د دغه هېواد د خلکو د ګټو لپاره د افغانستان د ۳،۶ میلیارده ډالرو د شتمنیو د ساتنې مسوولیت لري.
 
په دغه صندوق کې شتمنۍ د افغانستان د منجمد شویو پیسو یوه برخه ده چې تېر کال دغه صندوق ته سپارل شوې وې.


د مطلب کود: 285255

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285255/د-افغانستان-وجهي-صندوق-او-سویس-حکومت-ترمنځ-معافیت-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com