کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې نږدې درې زره قیراط زمرد له ۲۹۶ زره ډالرو ډېر وپلورل شو

12 دلو 1402 ساعت 9:42

د پنجشیر سیمه ییز چارواکي وايي، په نوي داوطلبۍ کې له دغه ولایت څخه ۲۸۷۶ قیراط زمرد استخراج شوي چې په ۲۹۶۷۵۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.


آوا: د پنجشیر د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه داوطلبۍ پرون (چهارشنبه) د دغه ولایت د کانونو د څارنې د کمېټې په حضور کې ترسره شوه او ملي سوداګرو دغه اندازه زمرد وپېرل.

تېره اوونۍ د پنجشېر له درې زره قيراط څخه ډېر زمرد په يوه ليلام کې وپلورل شول.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د پنجشېر د زمردو د استخراج بهیر یو معیار ته ګړندی شوی دی.


د مطلب کود: 285177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285177/په-پنجشېر-کې-نږدې-درې-زره-قیراط-زمرد-له-۲۹۶-ډالرو-ډېر-وپلورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com