د باجوړ نه د پاکستان تحریک انصاف نوماند"ریحان زیب خان" پرون د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
په پاکستان کې د عمران خان د ګوند یو کاندید ووژل شو
12 دلو 1402 ساعت 9:30
د باجوړ نه د پاکستان تحریک انصاف نوماند"ریحان زیب خان" پرون د نامعلومه کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
آوا: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند نوماند «ریحان زیب خان» پرون چهارشنبه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
هغه د خیبر پښتونخوا ایالت د "باجور" سیمې د قومي اسمبلۍ حلقې څخه د ټاکنو نوماند و.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند دغه پېښه غندلې او په دې اړه یې د بېړنۍ څېړنې او د دغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د پولیسو د راپور له مخې، ریحان زیب خان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې په یوه ټاکنیزه غونډه کې د ګډون پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
پاکستان تحریک انصاف د دغه هیواد یو له هغو ګوندونو څخه دی چې په ۱۹۹۶ کال کې د عمران خان له خوا تاسیس شو.
بلخوا عمران خان د تورونو له کبله په ټاکنو کې له ګډون منع شوی دی.
د مطلب کود: 285171