د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د چین ولسمشر په هغه هیواد کې د افغانستان د سفیر په توګه د بلال کریمي باورلیک منلی دی.
د چین جمهور رئیس د افغانستان د سفیر باورلیک ومانه
11 دلو 1402 ساعت 11:15
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د چین ولسمشر په هغه هیواد کې د افغانستان د سفیر په توګه د بلال کریمي باورلیک منلی دی.
آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی نن سه شنبه د دلوې ۱۰ مه په خپله ویب پاڼه کې زیاته کړه:«نن په بیجینګ کې د چین ولسمشر شی جین پینګ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د بلال کریمی باورلیک ومانه.
هغه وويل، د چين جمهور رئيس ته د اسلامي امارت د سفير د باور ليک په وړاندې کولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې د پام وړ لوړې شوې دي.
د جلالي په وينا اوس چين په کابل او افغانستان کې په بيجينګ کې فعال سفيران لري چې د دواړو هېوادونو اړيکې اداره کوي.
تر دې مخکې په کابل کې د چین سفیر جاوشینګ هم خپل باورلیک د اسلامي امارت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند ته سپارلی و.
بلال کریمي د روان کال په لومړیو کې په چین کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه وټاکل شو.
تر دې وړاندې یې د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
د مطلب کود: 285111