کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

واورو د کابل – غور لویه لار تړلې ده

11 دلو 1402 ساعت 11:02

ځايي سرچينې وايي، د سختې واورې ورېدو له امله د کابل – غور لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.


آوا: د کابل دغه لویه لار د دوشنبې په ورځ سهار له ۹ بجو څخه د «کوتل بوک» په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

سرچينې رسنيو ته تاييد کړې، چې اوسمهال د دې کوتل دواړو غاړو ته لسګونه بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر بند پاتې دي.

اسلامي امارت هم د کابل – غور لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې تایید کړې ده.

کوتل بوک د کابل – غور پر لویه لاره د ژمي په موسم کې د غور د اوسېدونکو لپاره یو له سختو لارو څخه دی.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ترانسپورت وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د باران او واورو د ورېدو احتمال اعلان کړى و.


د مطلب کود: 285107

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285107/واورو-د-کابل-غور-لویه-لار-تړلې-ده

آوا
  https://www.avapress.com