د دغه چينايي شرکت مشر د کانونو او پټروليم له سرپرست وزير سره په کتنه کې د امو سيند په حوزه کې په روان کال کې د ٢٢ نويو نفتو څاګانو د کيندلو اعلان وکړ او ويې ويل چې د دغو څاګانو په کيندلو سره به هره ورځ د نفتو استخراج به دوه زره ټنو ته لوړ شي.
په روان کال کې د امو سیند په حوزه کې د نفتو د ۲۲ نویو څاګانو کیندل
9 دلو 1402 ساعت 12:01
د دغه چينايي شرکت مشر د کانونو او پټروليم له سرپرست وزير سره په کتنه کې د امو سيند په حوزه کې په روان کال کې د ٢٢ نويو نفتو څاګانو د کيندلو اعلان وکړ او ويې ويل چې د دغو څاګانو په کيندلو سره به هره ورځ د نفتو استخراج به دوه زره ټنو ته لوړ شي.
آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره د افچین چینایي شرکت د مشر د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې د چينايي شرکت مشر وويل چې د څه د پاسه شپږ زره ټنو په ظرفيت د نفتو د زيرمو جوړول، د نفتو د تصفيې د يوې فابريکې جوړول، د ١٣٠٠ کيلومتره ساحو سروې، د دوو غير فعالو څاګانو ترميم او کيندل شامل دي. د امو سیند په حوزه کې د ۲۲ نویو څاګانو کیندل چې د دغه شرکت د پلان په ګډون په روان کال کې کار روان دی.
د دغه شرکت مشر زياته کړه چې په دې سيمه کې د تېلو د ٢٢ څاګانو په فعالېدو سره به د ورځني تېلو د استخراج کچه دوه زره ټنو ته لوړه شي.
له بلې خوا په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دغو پروژو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کارپوهانو او د تېلو د انجنیرانو د استخدام په برخه کې باید افغانانو ته لومړیتوب ورکړل شي.
د مطلب کود: 284997