کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - جلال آباد پر لویه لار لس ترافیکي پېښې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

9 دلو 1402 ساعت 11:08

د کابل د پولیسو ویاند وايي، نن (یکشنبه) د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لسو ترافيکي پېښو له امله ۱۷ تنه وژل شوي دي.


آوا: خالد ځدراڼ په ایکس کې لیکلي، چې په دې ترافیکي پېښو کې لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د ځدراڼ په وينا، دغه ترافيکي پېښې د سروبي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کې دوه ماشومان او څلور ښځې هم شاملې دي.

ده وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ د دغو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول وبلل.


د مطلب کود: 284981

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284981/د-کابل-جلال-آباد-پر-لویه-لار-لس-ترافیکي-پېښې-۲۷-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com