د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان کړی، چې د دغه وزارت د سیمه ییزې ناستې ترسره کېدل د هوا د خرابوالي او د هېوادونو د استازو د راتګ د ځنډ له امله ځنډول شوي دي.
د کابل سیمه ییزه ناسته وځنډول شوه
9 دلو 1402 ساعت 10:50
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال اعلان کړی، چې د دغه وزارت د سیمه ییزې ناستې ترسره کېدل د هوا د خرابوالي او د هېوادونو د استازو د راتګ د ځنډ له امله ځنډول شوي دي.
آوا - کابل: د آوا یو خبریال چې د دې غونډې د پوښښ لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته تللی، چارواکو اعلان کړی چې د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه ځنډول شوې ده.
د آوا د خبريال د خبر له مخې، د بهرنيو چارو په وزارت کې د سيمه ييزې غونډې د ترسره کولو لپاره جدي امنيتي تدابير او ځانګړي چمتووالى نيول شوى دى.
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د دغه وزارت د سیمه ییزې ناستې ترسره کېدل د هوا د خرابوالي له امله ځنډول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند د شک په څرګندولو سره ویلي، چې ښايي دغه غونډه د کابل پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي.
تر اوسه اسلامي امارت د دغې غونډې د ګډونوالو د نوملړ په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
په ورته وخت کې د پاکستان یوه وتلي خبریال طاهر خان یو پوسټ خپور کړی چې وايي، د پاکستان ځانګړی استازی آصف خان دراني به په کابل کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په غونډه کې ګډون ونه کړي.
هغه زیاته کړه چې له اسلام اباد څخه به کابل ته هیڅوک هم سفر نه کوي او د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظامي به د دغه هیواد استازیتوب کوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت وياند د ياد وزارت په مرکزي دفتر کې د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازو د غونډې د جوړېدو اعلان کړى و.
د مطلب کود: 284978