کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د احصایې او معلوماتو ملي اداره:

په هېواد کې څه باندې ۱۲ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

8 دلو 1402 ساعت 14:34

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تراوسه ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره هېوادوالو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې نن (یکشنبه د لیندۍ ۸ مه) په اکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په هیواد کې د الکترونیکي تذکرو د ویش د بهیر له پیل راهیسې دوی ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زره د بریښنايي تذکرو ویشلې دي. 

دغه ریاست همدا راز زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې د اسلامي امارت له لوري د وېشل شویو تذکرو له ډلې څه باندې شپږ میلیونه او دوه سوه زره کسان وېشل شوي دي.

د احصایې او اطلاعاتو ملي اداره ټینګار کوي چې تر ټولو زیاتې تذکرې په کابل کې ۵ میلیونه ۵۶۷ زره ۵۲۴، په هرات کې ۷۹۶ زره، په ننګرهار کې ۶۴۵ زره ۶۳۵، په بلخ کې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره دي. 

نوموړي دغه رياست ته وويل، چې اوسمهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د برېښنايي تذکرو د وېش ٧٥ مرکزونه، د اسانه خدمتونو مرکزونه او د برېښنايي تذکرو د وېش ګرځنده ډله فعاله ده او هره ورځ نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کوي.

د احصايې او اطلاعاتو ملي اداره وايي، دغه رياست هڅه کوي، چې د ولسواليو په کچه د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونه فعال او هېوادوالو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.


د مطلب کود: 284936

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284936/په-هېواد-کې-څه-باندې-۱۲-میلیونه-برېښنايي-پېژندپاڼې-وېشل-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com