د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه ۱۶ میلیونه ډالر د لیلام له لارې وپلوري.
د افغانستان مرکزي بانک ۱۶ میلیونه ډالره پلوري
7 دلو 1402 ساعت 15:23
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه ۱۶ میلیونه ډالر د لیلام له لارې وپلوري.
آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا یکشنبه (د دلوې ۸ مه) ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړي.
دغه بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
دې بانک لیکلي: "د اسعارو د لیلام داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نلري. د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې د یوې ټاکلې مودې په اوږدو کې یو ځل د افغانستان بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ د ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه په ميليونونو ډالر د ليلام له لارې پلورلي دي.
د مطلب کود: 284890