کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې:

ټي ټي پي په افغانستان کې ځای نه لري/ داعش د بشریت د دښمن په توګه ځپل شوی دی

7 دلو 1402 ساعت 10:29

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. هغه همداراز ټینګار وکړ چې TTP په افغانستان کې ځای نه لري او داعش د انسانیت د دښمن په توګه ځپل شوی دی.


آوا - کابل: د ئیس الوزرا  سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر وایی، چې (TTP) په افغانستان کې ځای نه لری او داعش په دغه هېواد کې ځپل شوی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې چې د (پنجشنبه د لوۍ ۵ مه) په ایکس کې خپره شوه، نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول کلومن بیکر سره په کتنه کې وکړې.

په دې خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله راغلي، چې اسلامي امارت د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډیو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه چې په افغانستان کې ملي امنیت تامین دی او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دغه هیواد خاوره د چا پر ضد وکاروي.

ارګ ورځپاڼې ویلي، "هغه (مولوي عبدالکبیر) ټینګار وکړ چې TTP په افغانستان کې ځای نه لري او داعش د انسانیت د دښمن په توګه ځپل شوی دی."

مولوي عبدالکبير هم وويل: د ښځو او نجونو د زده کړې د زمينې برابرولو لپاره يوه ځانګړې کميټه کار کوي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر اساس د ښځو او نجونو د تعلیم لپاره یوه ځانګړې کمېټه کار کوي.

د ئیس الوزرا سیاسی مرستیال اعتراف کړی چې اسلامي امارت د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نه دی.

له بلې خوا د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناروې سفارت له افغانستان سره د ۸ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.


د مطلب کود: 284852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284852/ټي-پي-په-افغانستان-کې-ځای-نه-لري-داعش-د-بشریت-دښمن-توګه-ځپل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com