کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولايت کې په دوو ترافيکي پېښو کې ١٣ تنه مړه او ټپيان شول

7 دلو 1402 ساعت 10:23

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلور تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.


آوا - د هرات امنیه قوماندانی وایی، چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې ترافیکی پېښې له امله دوه تنه وژل شوی او دوه نور ټپیان شوی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه پرون ماښام (پنجشنبه د دلوې ۵ مه) د ادرسکن په «سیداباد» سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغه قوماندان وويل چې په ټپيانو کې د يوه تن روغتيايي حالت نازک و او روغتون ته ليږدول شوى دى.

ويل کيږي چې دغه پيښه د يوه ټيلر ډوله موټر سره د يوه تېز سرعت موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

بل خوا د هرات – تورغونډۍ پر لويه لاره پرون په يوه بله ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه او اووه نور ټپيان شول.

د دغو ترافيکي پېښو لامل نه دى روښانه شوى، خو د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي نښو نشتوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 284849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284849/په-هرات-ولايت-کې-دوو-ترافيکي-پېښو-١٣-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com