کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پنجشیر زمرد د دولسم ځل لپاره وپلورل شو

4 دلو 1402 ساعت 14:47

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د دولسم ځل لپاره د داوطلبۍ له لارې د پنجشېر زمرد له درې زره قیراط څخه د زیات پلور اعلان وکړ.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د پنجشیر د ۳۵۲۰ قیراط زمرد د ۴۰۵۵۰۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوی دی.

د کانونو وزارت تر دې دمه د پنجشیر ولایت له کانونو څخه ۳۴ زره ۲۰۰.۸ قیراط زمرد استخراج کړي چې ټولیز ارزښت یې دوه میلیونه ۶۱۳ زره ۵۰۰ ډالره دی.

د کانونو وزارت وايي، چې د دې پیسو لس سلنه یې د مالیې وزارت ته ورکول کېږي او پاتې نوره یې د قراردادي شرکتونو پورې اړه لري.

ویل کېږي چې د تېر حکومت پر مهال د پنجشیر زمرد د زورواکو له خوا په ناقانونه توګه استخراج او پلورل کېدل.


د مطلب کود: 284794

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284794/د-پنجشیر-زمرد-دولسم-ځل-لپاره-وپلورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com