د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ (دلوی ۲) اعلان وکړ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې او له افغانستان سره پولې ته څېرمه په ډزو کې اووه وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د څو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی
3 دلو 1402 ساعت 9:24
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ (دلوی ۲) اعلان وکړ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې او له افغانستان سره پولې ته څېرمه په ډزو کې اووه وسله وال وژلي دي.
آوا: د پاکستان پوځ په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه عملیات د پاکستان د بلوچستان ایالت په سویل لویدیځ کې د ژوب په سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره شوي دي.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، کوټه د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز دی، چې بلوڅ ملتپالو، وسله والو او داعش په وروستیو کلونو کې هلته پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
د پاکستان بلوچستان صوبه چې د ګازو بډایه ده او د افغانستان او ایران په پوله پرته ده، له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د بلوڅ ملتپالو د ټيټې کچې د خوځښتونو ډګر دی. په لومړي سر کې يې د دغه ولايت په منابعو کې ونډه غوښتله، خو وروسته يې د خپلواکۍ غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د پاکستان د حکومت له لوري ورته بریدونو زور اخیستی دی.
د مطلب کود: 284713