د اسرائیلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دې رژیم د شپږو افسرانو او پوځیانو د ټپي کېدو اعلان وکړ، چې د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې ۲۶۵۹ افسران او پوځیان ټپیان شوي دي، چې له دې ډلې څخه ۱۲۰۳ یې پر غزې د ځمکنیو بریدونو له پیله وروسته دي.
د اکتوبر له اوومې راهیسې تر اوسه ۲۶۵۹ اسراییلي افسران او پوځیان ټپیان شوي دي
2 دلو 1402 ساعت 9:49
د اسرائیلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دې رژیم د شپږو افسرانو او پوځیانو د ټپي کېدو اعلان وکړ، چې د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې ۲۶۵۹ افسران او پوځیان ټپیان شوي دي، چې له دې ډلې څخه ۱۲۰۳ یې پر غزې د ځمکنیو بریدونو له پیله وروسته دي.
آوا: د الجزیرې انټرنیشنل سرویس لیکلي: "د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د شپږو افسرانو په وژل کیدو سره په غزه کې د ټپیانو شمیر ۲۶۵۹ تنو ته رسیدلی دی."
د اسرائیلو پوځ زیاته کړه: د اکټوبر له اوومې راهیسې ۴۰۷ افسران او پوځیان د غزې په جګړه کې له ټپي کېدو وروسته تر درملنې لاندې دي او د ۴۸ تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د صهیونیسټي پوځ د اعلامیې له مخې؛ 692 کسان ډیر ټپیان شوي او 1562 لږ ژوبل شوي دي.
د مطلب کود: 284654